خبرونهامنیتاقتصاد

په بغلان کې د تېلو دوو ټانکرو په اور لګېدنه کې ۴ تنه ټپيان شول

 کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر

په بغلان کې نن د برېښنا د شارتۍ له امله د تېلو ۲ ټانکرو اور واخیست.

د بغلان د ترافیکو لوی مدیر قاري محمد نذیر عابد باختر آژانس ته وویل چې د سهار ۸ بجو په شاو خوا کې د تېلو ۲ ټانکرونه چې له کندز څخه د پلخمري په لور روان وو د زاړه بغلان په ګرداب ساحه کې د برېښنا د شارتۍ له امله اور واخیست چې په پایله کې د وسایطو د چلوونکو او کلینرانو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د ترافیکو لوی مدیر زیاته کړه چې د اور وژنې منسوبینو او د بغلان د ترافیکو مدیریت اور مړ کړی او ټپیان يې روغتون ته لېږدولي دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا