ټولنه

دمارشال محمد قسيم فهيم د ډاډګيرنې پيغام.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
د پروان ولايت دسالنګ ولسوالۍ ديوه مشر ارواښاد حاجي ملک محمدرحيم خان دمړينې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره خبر شوم چې د پروان ولايت دسالنګ ولسوالۍ يو مخور حاجي ملک محمدرحيم ځان دهغې ناروغې له امله چې ورپيښه  شوې وه ، وفات شوى دى  .
په دې مناسب د خپلې ژورې  ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ او دوستانواودسالنګ ولسوالۍ خلکو ته وړاندې کوم او دلوي خداى  (ج)    له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوم .
ارواښاد حاجي ملک محمد رحيم خان له خبيرو  او وطن دوستو شخصيتونو څخه و او دجهاد په دوران کې دمجاهدينو ترڅنګ ولاړ  و او په دې لاره کې يې له هيڅ راز سرښندنې څخه  ډ ډه ونه کړه اروا  دې ښاده  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته