سیاست

زلمى خليل زاد : دسولې هراړخيزې موافقې په خاطر خبرې کېږي، نه له افغانستان څخه دوتلو په خاطر

کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه :
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي  ډاکتر زلمي خليل زاد له طالبانو سره دخبرو په اړوند په خپلو نويو څرګندونوکې ويلي دي: امريکا په افغانستان کې دسولې د هراړخيزې موافقې په  خاطر هلې ځلې کوي،  نه له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو دوتلو لپاره .
دباختراژانس خبريال دخبرله مخې ، په داسې حال کې چې دطالبانو او امريکا  دبهرنيو چارو وزارت دځانګړي استازي ترمنځ  دخبرو د اووم  پړاو دترسره کولو په خاطر  په قطر کې تيارى نيول کېږي، ډاکتر زلمي خليل زاد په خپل  ټويترکې ليکلي دي  ،بايد څرګنده  شي چې په دغو خبرو کې دسولې هراړخيزه موافقه  په پام کې ده .
له طالبانو سره دامريکا دبهرنيو چارو وزارت استازي دمذکراتو په تېرو څو پړاوونو کې  دڅلورو ټکيو په باب خبرې شوي دي : دافغانستان له  خاورې څخه به دنورو هېوادونو په تېره بيا دامريکا دګټو پرخلاف استفاده نه کېږي،  دبين الافغاني خبرو لپاره فرصت برابر شي، دامريکايي ځواکونو وتل او دوامدار اوهراړخيز  اوربند. . .
درپوټونو له مخې ،طالبانو په دغو څلور اصلونو موافقه کړې ده ، خليل زاد له طالبانو سره  د خبرو داووم پړاو دترسره کولو په درشل کې په څرګند ډول اعلام کړى دى  : ما څو ځلې ويلي دي،  ترهغه وخته پورې چې دڅلورو ټکيو په  باب  بشپړه او هراړخيزه موافقه ترسره نه شي،  دبلې هېڅ موضوع په باب موافقه نه کېږي .
دکارپوهانو په باور تر هغه وخته پورې چې دافغانستان ددولت او طالبانو داستازو ترمنځ  دبين الافغاني خبرو فرصت  برابر نه شي او طالبان په يو هراړخيز اوربند موافقه ونه کړي، د  نورو مطالبو په باب خبرې به دوخت ضايع کول وي .
ددوى په باور ديو هېواد د بحران دحل لپاره په اړوند د خبرو اساسي شرط داوربند ټينګښت دى . دغه موضوع دزياتوسياسي خبرو لپاره لاره اواروي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته