خبرونهورزش

په بغلان کې د دوستۍ جام تر نامه لاندې د والیبال سیالۍ ترسره شوې

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د بغلان د بدني روزنې او سپورت آمریت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورت آمر قاري محمد امیر امیري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د ۸ لوبډلو ترمڼځ په ډنډ شهاب الدين سيمه کې ترسره شوې، چې موخه یې د بغلان ټیم لپاره د غوره څېرو د پېژندل وو.

ورته مهال د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي وویل، چې جګړې د دې لامل شوې وې، چې د دې هېواد ځوانان له زده کړو او ورزش څخه بې برخې پاتې شي، خو له نېکه مرغه نن ورځ په جګړه ځپلې سیمې کې د سپورتي سیالیو شاهدان یو.

لمر

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا