ټولنه

د هند صدراعظم د بدخشان د پېښې له امله جمهور رئیس کرزي ته په یوه ټليفوني اړيکه کې د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګند کړل

کابل- باختر د ثور د مياشتې ١٥مه:
د هند صدراعظم من موهن سنګ نن غرمه د افغانستان له جمهور رئيس حامد کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې د بدخشان د ځمکې ښويدنې په طبيعې پېښه کې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
ښاغلي سنګ د خپل حکومت او خلکو په استازيتوب، جمهور رئيس حامد کرزي او د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه د بدخشان اوسېدونکو ته د غم شریکۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
د هند صدراعظم له جمهور رئيس حامد کرزي سره د دغو ټليفوني خبرو په بهير کې د خپل هېواد لخوا د بدخشان له زیانمنو شويو کورنيو سره د یو ميليون ډالرو نغدي مرستې ژمنه وکړه.
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د هند د صدراعظم او د هغه هېواد د خلکو له خواخوږۍ او مرستې څخه مننه وکړه او ويې ویل چې د هند د حکومت لخوا د یو میلیون ډالرو مرسته به د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د زیانمنو شويو کورنيو لپاره د استوګنې د کورونو په جوړولو ولګول شي.
جمهور رئيس حامد کرزي زیاته کړه چې هند تل له افغانستان سره په بدو ورځو کې د یوه نږدې دوست او ورور هېواد په توګه مټ ورکړی دی.
د هند صدراعظم همداراز په دې ټلیفوني اړيکه کې له افغانستان سره د خپل هېواد پر اوږد مهالو همکاريو او مرستو یوځل بیا ټينګار وکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته