
کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
په بغلان کې د دولت او ملت د متقابلو مسوولیتونو تر عنوان لاندې یوه ستره غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې ګډونوالو له اسلامي نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ په ملي یووالي او د خلکو او حکومت ترمنځ د باور پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او د ملت او حکومت ترمنځ د واټن د له منځه وړلو غوښتونکي شول.
د ارتباطاتو د ادارې غړي او د دغه غونډې جوړونکي محمد حارث عظيمي باختر آژانس ته وویل، چې په دې غونډه کې د ولايت په کچه شاوخوا ٢٠٠ دیني عالمانو، مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړى دی او تمه ده، چې دغه پروګرام د بغلان په یو شېمر ولسوالیو کې هم پیل او په لاره واچول شي.
ورته مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وويل، د دې غونډې جوړېدل د خلکو د غوښتنو د پوره کولو او حکومت ته د مشورې ورکولو په برخه کې ډېر مهم دي.
په دې ناسته کې ګډونوالو د کارموندنې، د کرنې د پیاوړتیا، روزنې او د پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې د اسلامي امارت مسوولینو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.