
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي د دوه فارغو شویو محصلینو د چاپ شویو ادبي کتابونو مخکتنه د یوې غونډې په ترڅ کې د ځايي مسؤلینو، حکومتي چارواکو، د پوهنتون استادانو او مېشتو فرهنګیانو په شتون کې ترسره شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ لومړۍ ټولګه « د کتابونو کیسې » نومیږي چې بغلان کې د باختر آژانس د عمومي مدیر نورګل اندړوال په زیار چاپ شوی، چې د بهرنیو ناولونو لنډیز په کې وړاندې شوی دی.
دویمه ټولګه« د ستورو په لمن کې » د اکرام الله امېد په زیار چاپ شوی، چې د بغلان پوهنتون د پښتو څانګې د دیارلسمې دورې د ۴۲ فارغو شویو محصلینو ژوند لیکونه، اثار او د ژوند کړاونه پکې خوندي شوي دي.
(د کتابونو کیسې) کتاب لیکوال نورګل اندړوال وايي، چې په دې کتاب کې د څوارلس نړیوالو ناولونو غورچاڼ چاپ شوی، چې لوستونکي د نړۍ له فرهنګ، کلتور، رسم او ادبیاتو سره اشنا کوي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د مخکتنې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په بېلابېلو برخو کې افغاني ټولنه د کتابونو چاپ ته اړتیا لري او غوښتنه یې وکړه، چې لیکوال او پنځګر دې د ټولنې د اړتیا وړ کتابونه چاپ کړي څو په لوستولو سره یې مخاطبین سم لوري ته وهڅول شي.
د بغلان پوهنتون د فرهنګي چارو مسؤل پوهنمل ګل رحمان رحماني له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د کتابونو په چاپ سره له یوه اړخه په فرهنګي او ادبي ډګر کې ټولنې د ځان بسیاینې خواته ځي او بل لور ته لیکوال هڅول کېږي څو لا زیات کتابونه په بېلابېلو برخو کې وپنځوي.
اندړوال\لمر