امنیت

څلور تنه يرغلګرطالبان ووژل شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
څلور تنه يرغلګر نن په لغمان ولايت کې د پوځيانو په ډزو سره ووژل شول.
په دغو يرغلګرو په اليشنګ ولسوالۍ کې کله چې د پوځيانود سپرلۍ په کاروان بريد ته چمتو کيدل؛ د پوځيانو له خوا بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې پيښه کې د طالبانو د ډلې څلور تنه غړي ووژل شول .
ده وويل: دغه طالبان په يوه کنډواله کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد ته چمتو کيدل چې امنيتي ځواکونه د خلکو په همکارۍ د دوى په دغه پروګرام خبر شول او په يرغلګرو يې ډزې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته