امنیت

دملي امنيت شورا د هيواد امنيتي حالت وڅيړه

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
دملي امنيت شورا نن د جمهوري رياست د سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ غونډه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې د جمهوري رياست سرپرست د هيواد د حالاتو په اړوند څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دهيواد امنيتي ځواکونه په ټول قوت اوميړانې سره د هيواد په ګوټ ګوټ کې د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع او ساتنې او د امنيت د ټينګښت لپاره کارکوي او د ټولو افغانانو د سرلوړي سبب دي.
دجمهوري رياست سرپرست يادونه وکړه: موږ ټولو ته لازمه ده چې دهيواد دامنيتي ځواکونومهر په خپلو زړونوکې ولرو اوفکر وکړو چې زموږ بچيان په سنګرونو او جګړې په ډګرونوکې دي او ژوند يې موږ او نورو ته ارزښت لري.
په نننۍ غونډه کې د امنيتي بنسټونو مسوولينو د هيواد د امنيتي حالاتو په باره کې خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل چې پکې ويل شوي دي: د افغانستان امنيتي ځواکونه په ټول هيوادکې په لازيات فعاليت سره کار کوي او د دښمن د تحرکاتومخه نيسي.
غونډې د امنيتي بنسټونو د رپوټونو له اوريدو وروسته د ملي دفاع او د کورنيو چارو د وزارتونو د پيشنهادي طرحو په باب لازم تصميمونه ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته