امنیت

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

– کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، روزګان، کندهار، کندز، سرپل، فاریاب، سمنګانو، بغلان او فراه دولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او د هېواد د دفاع په برخه کې یې د امنیتي ځواکونو هڅې، زحمتونه او سرښندنې وستایلې. همدارنګه یې د امنیتي ګواښونودشنډونو او په ټول هېواد کې د امنیت دلا ټينګښت په موخه د هېواد دفاعي او امنیتي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې غونډې کې له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو مخ په زیاتېدونکو ستونزو په اړه بحث وشو.
دملي امنیت شورا د انتقالي تدابیرو په اړه د کډوالو او راستنېدنکو چارود وزیر پيشنهادي طرحه چې د هویت تثبیت، د خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د بیا ادغام لپاره په کې اوږدمهاله تدابیر شامل دي وارزوله او په اصولو کې يې تائید کړه او اړوندو ارګانونو ته یې لارښوونه وکړه چې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ دې یاده طرحه نهايي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته