امنیت

اته تنه ووژل شول اوشپاړلس تنه نور ونيول شول .

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه : 
دلوګر ولايت ددريو ولسواليو  په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو په دوام اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپاړلس تنه نور ونيول شول .
دلوګر ولايت وياند دين محمد درويش  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات دافغان ګډو ځواکونوله خوا  دملي اردو په مشرۍ  دلوګر ولايت دبرکي برک  ، څرخ اودخروار  په ولسواليو کې له دوو اونيو راپديخوا پيل شوي دي .
  درويش زياته کړه  دغه عمليات  دوسله والو طالبانو له شتون  څخه ددغو ولسواليو دپاکولوپه مقصد پيل  شوي دي .
يوه  اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې دائتلاف  دځواکونو هوايي ملاتړ هم و  چې له امله يې دملي اردو يوسرتيري هم شهيد اودرې تنه نور ټپيان شوي دي .
ديادونې وړ ده چې ددغو عملياتو په بهير کې  دوسله والو طالبانو دډلې څو پټنځي  اوجنګي وسايل هم کشف او له منځه وړل شوي دي .
دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه ددغوسيمو ترپاکولو پورې دوام لري .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته