خبرونهروغتیا

په بغلان کې د شري او پولیو واکسین کمپاین پیل شو

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د شري او پولیو واکسین کمپاین پيل شو.

د بغلان د عامې روغتیا رییس  ډاکټر مسعود احمدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کمپاین د بغلان په ۱۲ ولسوالیو کې پلي کېږي، چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ زره ماشومانو ته  د شرې او پولیو واکسین ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیو کمپاین د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شوی دی.

اندړوال / بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا