نړۍ

د قطر د پخواني امير د مړينې له امله درې ورځنى عمومي ماتم

دوحه ايرنا  باخترد لړم د مياشتې  ٣ :
د قطر امير، د دغه هېواد د پخواني امير شيخ خليفه بن حمد آل ثاني د مړينې       له امله درې ورځنى عمومي ماتم اعلام کړ.
د قطر پخوانى امير  د٨٤ کلنى په عمر د يکشنبې په ورځ مړ شو او د هغه د جنازې د ښخولو مراسم به د کورنيو او بهرنيو مقاماتو په وړاندې پرځاى شي.
د قطر پخوانى امير د دغه هېواد شپږم امير و او په ١٩٧٢ کال کې د خپل کاکا د زوى پرخلاف له کودتا وروسته د امير په توګه انتخاب شو او تر١٩٩٥ کال  پورې د قدرت په ګدۍ ناست و.
د قطر پخوانى امير په ١٩٩٥ کال کې د خپل زوى شيخ حمدبن خليفه په کودتا سره د قدرت له ګدۍ څخه لرې کړاى شو او په وروستيو٢١ کلونوکې يې په ګوښه توب کې  ژوند کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته