ورزش

په جوزجان کې ښځو ته تجارتي مرکز او لوبغالي جوړيږي .

کابل باختر د سلواغې  اوولسمه :
المان او هندوستان په جوزجان ولايت کې  ښځو ته  يو تجارتي مرکز او يو لوبغالي جوړوي .
  دغو هېوادونو ژمنه کړې ده چې  دغه تاسيسات  په روان ميلادي کال کې  په دغه ولايت کې جوړوي .
  دجوزجان والي  مولوي لطف الله عزيزي دغه ټکى  پرون  ددغه ولايت  له ښځو سره  په مشورتي غونډه کې  څرګنده  کړه  او ويې ويل  چې تجارتي مرکز او  لوبغالي په لازمو امکاناتو سمبال چې ښځو ته  په ورزشي او تجارتي برخو کې  ځواب ورکوونکي وي  جوړيږي .
  ده په دې غونډه کې  د ښځو ستونزې ېې واوريدې او دهغو دحل کولو په مقصد يې  اړوندو دولتي بنسټونوته  لارښوونې وکړې .   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته