سیاست

تبصره

کابل باختر   دسلواغې دريمه :
ترګمنستان ته  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس سفر او په بيلابيلو برخو کې  داړيکو دپراختيا په باب  ددواړو هيوادونو ژمنې  کولى شي  دسيمه ئيزو همکاريو او سولي په ګډه  مثبتې پايلې ولري .
دباخترآژانس مبصر ليکي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس محمد اشرف غني دترکمنستان جمهوريت ته  رسمي سفر وکړ .
ترکمنستان ته دجګپوړي  افغاني هيئت سفر  په داسي حال کې کيږي چې افغان مقامات په يوه  فعاله  ديپلوماسۍ کې  دسيمه ئيزو اړيکو دټينګښت او پراختيا په لټه کې دي  چې ديوې  داسي باثباتې سيمې  دجوړولو لپاره فرصتونه برابر شي  چې په هغو کې سوکالي  متقابل درک او زغم په يقين بدل شي .
  ترکمنستان ته دجمهور رييس غني سفر دسعودي عربستان ، چين ، پاکستان او دآذربايجان  هيوادونو ته  دده  له سفرونو وروسته  وشو چې په هغو کې سيمه ئيزې همکاري يو اصل وبلل شو .  ځکه دملي وحدت دحکومت  په بهرني سياست کې له ګاونډيو هيوادونو او داسلامي نړۍ  له هيوادونوسره  اړيکې  په لومړيتوب کې  دي.
  ترکمنستان ته  دجګپوړي افغاني هيئت  سفر له بيلابيلو اړخونو ارزښتناک دي .  افغانستان  دترکمنستان په لور د يوه ګاونډي په توګه ګوري  چې هلې ځلې کوي  چې له افغانستان سره  شفافي  او دمتقابل درناوى  پربنسټ  اړيکې ولري .
دغه هيواد دسيمه ئيز ثبات دساتنې په مقصد  په افغانستان کې دټيکاو په ساتنې باندې ټينګار کوي؛ آن  دې ته حاضر دى چې  دسولې  دبين الافغاني خبرو کوربه توب وکړي .
  دغه راز  ترکمنستان  دافغانستان  يوه برخه  انرژي  تامينوي او افغانستان ته دبرښنا يو صادروونکي  هيواد دى .  ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ  د صادراتو او وارداتو حجم  تر يو مليارد  ډالرو پورې  اټکل شوى دى .  ترکمنستان  دافغانستان په  شان  دسيمه ئيزو اړيکو ټينګښت دروانو ستونزو  حل کوونکې  بولي او ټينګار کوي چې دسيمه ئيزو سياليو او له قضيو سره  دسليقوي  چلند پرځاى دې  اقتصادي همکاري  محور وګرځي .او وده ومومي .
دهمدې اصل له مخې دي  چې  ترکمنستان  اوسپنۍ پټلۍ  په غزولو کې  چې دغه هيواد دافغانستان له لارې  له تاجکستان اوچين سره نښلوي  ، ونده لري او په عملي توګه په دې لاره کې  کار کوي  هغه طرحه چې کولى شي  دسيمه ئيزو همکاري بيلګه وي . ددې تر څنګ ترکمنستان دټاپي  دپروژې  يواصلي  اومحوري غړى  دى ، هغه پروژه چې  افغانستان  ، پاکستان او هندوستان ته ددغه هيواد  دګازو دليږدونې  عامل دى .
دټاپي پروژه هم  په سيمه کې  يوه ډيره ستره  اقتصادي پروژه  بلل کيږي  اوکه چيرې  عملي شي  دغه څلور هيوادونه به ورڅخه ګټه واخلي .
  ترکمنستان  دلاجوردو په ترانزيتي پروژه کې  يوشامل هيواد دى  چې افغانستان به  دترکمنستان  له لارې له آذربايجان ، ګرجستان او ترکيې سره  او له دې لارې  له اروپا سره ونښلوي .  دغه پروژه  هم  په هغه صورت کې چې  عملي اړخ  غوره کړي  داروپا په لوربه  له جنوبئ آسيا  څخه يو ترانزيتي دهليز وي . 
  ددغو مسئلو تر څنګ افغانستان په خپل وار دپاکستان او هند په لور په ترکمنستان کې دتوليدي موادو او دتوليد شوې  انرژي  دتيرولو يوه لاره  کيداي شي .  ډاټول هغې مسئلې دي  چې کولې شي  هغه  دسيمه ئيزې همکاري  ديوې  بيلګې په توګه  وبولو چې له تعقل او نوښت څخه  سرچين اخلي  او کيداي شي  دبدو ثليقوي دله منځه وړلو لپاره  يو ښه انتخاب وي   چې  همدااوس يې  سيمه  له ګډوډي سره  مخامخه کړې ده .
دترکمنستان  له مقاماتو سره  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس کتنه  ددې څرګندويه ده  چې کابل او عشق آباد نه يوازې  په خپلو تيرو ژمنو دقيق او ټينګ دي؛  بلکې  دښو اقتصادي سياسي ، تجارتي ، امنيتي او ټولنيزو اړيکو  دټينګښت لپاره چې کولى شي  په سيمه کې ټينکاو  تضمين کړي  او  دسيالۍ  او لوړتيا غوښتنې ځاى  په همکاري  بلد کړي .
  ددواړو هيوادونو نيت دافغانستان او دترکمنستان دجمهورو رييسانو په ګډه اعلاميه کې  منعکسه شوه . چې دهغې  په مطالعه کولو سره  کولى شو په دې پوه شو  چې ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ  نږدې اړيکې  اوهمکاري دسيمه ئيزو همکاريو  يوه ښه بليګه  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته