امنیت

دوه تنه پوليسان په قلات ښارکې شهيدان شول

قلات باختر د تلې  لسمه :
دوه تنه پوليسان تېره شپه په زابل ولايت کې واټ ته څېرمه د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول .
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جيلاني فراهي باختر آژانس ته وويل: د پوليسو دغه منسوبين د قلات ښار په مربوطاتوکې دګزمې په وخت کې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول .
د خبرحاى دڅرګندونوله مخې: په دې پيښه کې د پوليسو يو بل سرتيرى ټپي شوى دى.
د يوبل خبرله مخې: پنځه تنه پوځيان په سمنګانو ولايت کې د يوې ترافيکي  پيښې له امله ټپيان شول .
  د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې  مدير سمونوال اسلام الدين خرمي باختر آژانس ته وويل: دغه پوځيان هغه وخت ټپيان شول چې د دوى هاموى ټانک د کوز دره صوف په مربوطاتوکې له سړک څخه ووت او چپه شو .
ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته