
کابل، د زمري ۱٥ مه، باختر
د ډبرو سکرو د کمښت ستونزې په حلولو سره د غوري سمنټو د فابريکې فعاليتونه بيا پيل شول.
د غوري سمنټو د فابريکې مالي او اداري مرستيال عبدالوکيل قيومي باختر آژانس ته وويل؛ چې د غوري سمنټو په فابريکو کې د سمنټو د توليدولو يوازېنۍ ستونزه د ډبرو سکرو د بيو لوړوالی و چې د ملي پراختيا شرکت د مشرتابه پلاوي د هلوځلو په پايله کې ياده ستونزه حل شوه او د سمنټو د توليدولو بهير له سره پيل شو.
نوموړي زياته کړه د غوري سمنټو د فابريکو مشرتابه هڅه کوي چې د ډبرو سکرو د لېږدونې په ګړندي کولو سره د سمنټ د توليد يو بل داش هم فعال کړي.
\ ج