سیاست

د محمداشرف غني پيغام

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :

د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني پيغام

د اګست د مياشتې دولسمه ورځ چې د زمري د مياشتې له يوويشتمې نيټې سره سمون لري؛ کال په کال  د ځوانانو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي.

د دغې بختورې ورځې له امله د خپل هېواد ټولو ګرانو خلکو په تېره بيا د هېواد په دننه او بهرکې افغان ځوانانو ته  مبارکي وايم.

ځوانان په دې ترڅ کې چې د ټولنې انرژي ده؛ د ژوندانه د ډيرې ښې دورې يادونه هم ده. بېځايه نه ده چې نړيوال په ١٩٩٩ميلادي کال کې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي ټولنې په کلنۍ غونډه کې يوه ورځ دځوانانو دنړيوالې ورځې په نامه نوموله.

ګرانو خويندو، ورونو او ځوانانو!

زموږ په هېوادکې، ځوانان غوڅ اکثريت دى. ځوانان د ټولنې هماغه قشر دى چې د هېواد راتلوونکې په هغوى پورې اړه لري او کولاى شي د هېواد په پرمختګ او انکشاف کې رغنده رول ولوبوي.

هماغه شان چې ځوانان د ټولنې د ژوندانه برکت او په مملکت کې د انکشاف او پراختيا کلکې ستنې دي؛ د ټولنې زيانمنوونکى قشر هم دى. د مثال په ډول   نا امني او تاوتريخوالى  له  ځوانانو څخه زياته قرباني اخلي؛ د تاوتريخوالي او د پرله پسې جګړو زياتوالى دټولنې د نورو قشرونوپه نسبت د ځوان نسل په روحيې باندې  زياته منفي اغيزه کوي. نن ورځ په افغانستان او نړۍ کې دجګړې اوسولې په دواړو غاړوکې، ځوانان دي. ځوانان په دواړو لوروکې وژل کيږي. خراب اقتصادي سيستم ځوانانو ته زيان رسوي او د اقتصاد په سيستم کې ورانکار بانډونه او مافياوې له ځوانانو څخه خپلو هدفونو ته د رسيدولپاره د وسيلې په توګه کار اخلي  او په نتيجه کې ځوانان قرباني کيږي .

تروريستي کړۍ خپل پروګرامونه د ځوانانو په اوږو عملي کوي او هلې ځلې کوي چې د ځوانانو له ځواک څخه په استفادې سره په سيمه کې خپلوهدفونو ته ورسيږي. په نشه يي توکو د روږديتوب او د جنايت په شان نور ټولنيز زيانونه د ځوانانوپه لټه کې دي چې د هېواد دغه اغيزمن نسل له پښو وغورځوي. له دې امله زموږ د دولت او خلکو مسووليتونه له بل هروخت څخه زيات دځوانانوپه وړاندې زيات شوي دي.

د دغو زيانونو په درک سره لازمه بولوچې دځوانانو دظرفيتونو د ودې او غوړيدو او د هغوى پرخلاف د ورانکارو زيانونو د مخنيوي لپاره ښه اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي . بنسټيز او اوږدمهال پروګرامونه کولاى شي موږ د ځوانانو د ژوندانه په حالاتوکې د اصلاحاتو او بدلون په لور نږدې کړي.

د خپل هېواد له هغو ګرانو ځوانانو څخه چې دهېواد په دننه کې دي او له هغو کسانو څخه چې له هېواد څخه بهر په مهاجرت کې شپې سبا کوي؛ هيله لرم چې په پياوړې ملي روحيې سره د خپل هېواد د پرمختيا لپاره فکر وکړي.

ننني ځوانان زموږ د مملکت راتلوونکي تصميم نيوونکي دي. زموږ دملت راتلوونکې پانګه او تکيه ځاى دي. له ټولو اړوندو دولتي بنسټونو او له غيردولتي سازمانونو څخه چې په دې برخه کې فعال دي؛ هم غوښتنه کوو چې د ځوانانو د چارو د لومړيتوبونو په برخه کې دې له دولت سره همکاري وکړي.

په پاى کې د ځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې د غونډو له جوړونکوڅخه مننه کوم.

بريالي او سوکاله و اوسئ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته