سیاست

ماشال محمدقسيم فهيم د بلخ ولايت په ځينو سيموکې د سيلاوونوله را وتلو وروسته هيواد والوته د رسيدلو زيانونو له ا مله خواشينۍ څرګنده کړه.

کابل  باخترد ثور  دمياشتې  ٤ :
د جمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم دبلخ ولايت په ځينو سيمو کې د سيلاوونو د را وتلو په خاطر چې زموږ د لسو تنو هيواد والو د شهادت او د يو شميرنورو دټپي کيدو سبب شول ، خواشينۍ څرګنده کړه
دجمهوري رياست مطبو عاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دبلخ ولايت په ځينوسيموکې سيلاوونه ددې سبب شوى دى چې زموږ يو شمير هيواد وال له منځه لاړ شي او د استوګنې په سلګونو کورو نه ويجاړشي.
دجمهوري رياست سرپرست دخپلې ژورې خواشينۍ اوخپګان مراتب هغو ټولوکورنيوته چې په دې طبيعې پيښه کې يې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي؛ وړاندې کوي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه په دغو سيلا وونو کې قربانيانو ته د فردوس جنت اود هغوى کور نۍ او دوستا نو ته دجميل صبرهيله وکړه.
دجمهوي رياست سرپرست په دې اړوند ټولو مسوولومرکزونو ته دنده وسپارله چې له اړوکسانو او له هغوکسانوسره مرستې ته ور ودانګي چې ددغو سيلاوونو له امله زيانمن شوي دي او خپل کورو نه يې له لاسه ورکړي دي.
دغه راز دعامې روغتيا وزارت ته هم لار ښوونه شوې ده چې د هغوکسانو په علاج او درملنه کې چې په دغو پيښوکې ټپيان شوي دي؛ له خپلو ټولو امکاناتوڅخه کارواخلي.
دغه راز د جمهوري رياست سرپرست دننګر هار، لغمان او د کنړ په ولايتو نوکې د زلزلې له ا مله له مصيبت ځپلوکسانو سره همدردۍ او غم شريکۍ څرګنده کړه.
د هيواد په ځينو سيموکې ننۍ زلزله د تاوانونو د اوښتو سبب شوې ده او د ننګرهار او کونړ په ولايتونوکې زموږ څلورتنه هيواد وال شهيدان او ٦٥ تنه نور ټپيان شوي دي.
دجمهوري رياست سرپرست د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د شهيدانو کورنيو اوپاتې کسانو ته څرګند کړل او د لوى خداى (ج) له در بارڅخه يې د دغې پيښې شهيدانو ته د فردوس جنت هيله وکړه.
دجمهوري رياست سرپرست اړوندو مسوولينو او د ژغورنې او مرستې مرکزونوته لارښوونه وکړه چې دټپيانو په درملنه او ددغې پيښې د مصيبت ځپلو د اړتياوو په تا مينولوکې ډېر ژر اقدام و کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته