امنیت

په نورستان کې يوملکي وګړى د وسله والو طالبانو له خوا په ډزوسره ووژل شو

کابل باختر د ثور ٢٢
وسله والو طالبانو تېره شپه په نورستان ولايت کې يوملکي وګړى په ډزو سره وواژه .
دغه سړى دوه ورځې مخکې کله چې د کار لپاره پاکستان ته روان و؛ د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شو او د ډيورند کرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوسله والو طالبانو په يوه صحرايي محکمه کې په ډزو سره ووژل شو .
  د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى مزدورکار و او له دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نه لرلې .
که څه هم تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د دغه ملکي وګړي د وژل کيدو د انکيزې په باره کې څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته