ټولنه

په يوسلو اتو بې ځايه شويو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د وري نولسمه :
په سرپل ولايت کې پرون په يوسلو اتو بې ځايه شويو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
دسرپل ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس انجنير عبدالاحمد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کورنۍ  دسرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ له نا امنو سيمو څخه مهاجرې او ددغه ولايت په مرکز کې ځاى پرځاى شوې دي .
دسرپل ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس زياته کړه چې په هرې بې ځايه شوې کورنۍ دوه  _ پنځوس کيلويي بورې اوړه ، يوه پنځه  ليتره بوشکه غوړي ، اووه کيلوګرامه دال او يوه اندازه مالګه دنړۍ دخوړو دموسسې  له خوا  ويشل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته