
کابل، د زمري ۱۵ مه، باختر
د فوټسال سیالۍ چې د انسجام جام په نامه د بغلان ورزشي آمریت له خوا یوه میاشت مخکې پیل شوې وې نن پای ته ورسېدې.
د بغلان ورزشي آمریت مرستیال محمد عثمان شیرزی باختر آژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ د شپېتو ټيمونو ترمنځ په دریو کټګوریو کې پیل شوې وې چې هدف یې د ځوانانو د استعدادونو وده ده.
هغه وویل په دغو سیالیو کې د کهکشان ټیم د پنالتي په ګوزارونو سره د امیري ټيم ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلوالۍ یې وګټله.
د بغلان ورزشي آمریت د فوټسال کمېټې مسوول عبدالحق شاهین بیک وویل چې دغه سیالۍ د بغلان د فوټسال منتخب ټيم ته د غوره څېرو د ټاکنې په لاره کې مهمې دي.
هغه وویل، چې د دغو سیالیو ګټونکو ته جایزې او سوغاتونه هم ورکړل شول.
ع