خبرونهروغتیا

په بغلان کې د لرې پرتو سیمو ۸ روغتیایي مرکزونو ته سون توکي او درمل ولېږدول شول

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د بغلان د عامې روغتيا مسوولین وایي، چې د ژمي موسم له پیلېدو سره سم د بغلان په ۵ ولسوالیو کې ۸ روغتیايي مرکزونه، چې سختې لارې لري د ۵ میاشتو لپاره درمل او سون توکي ورکړل شول.

د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد مسعود احمدي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه مرکزونه په خوست، بنو، برکه، جلگه او دوشي ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي.

د نوموړي په خبره، مخکې له دې د واورې اورښت امله د یادو مرکزونو ترانسپورټي لارې تړلې وې او د روغتيايي خدمتونو د رسولو مخه يې نيولې وه.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د روغتيايي پرسونل په هلو ځلو د بغلان ٩٠ سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا