سیاست

داروپاداتحادېې او دافغانستان ددولت دبشري حقوقو په باب دخبرو اترو تعقيبي غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دبشر دحقوقو او دښځو دنړيوالو چارو رياست او داروپاداتحاديې په همکارۍپه افغانستان کې داروپاداتحاديې او دافغانستان ددولت داستازو ترمنځ داروپا داتحاديې او دافغانستان ددولت دبشري حقوقو دخبرو اترو تعقيبي  غونډه پرون په کابل کې داروپا داتحاديې په مقر  کې جوړه شوه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر بآختراژانس  ته خبر ورکړ په دې غونډه کې ددولتي بنسټونو استازو ، داړوندو وزارتونو سلاکارانو ، دامنيتي ارګانونو استازو ،دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازي ، داروپايي  هېوادونو اوداړوندو بنسټونو استازو ګډون کړى و .
دغونډې په پيل کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل  کرزي دخبرو اترو دغونډې داهميت او موخو په باب يولړ مطالب بيان کړل او دبشري حقوقو دخبرو اترو دغونډې جوړيدل يې دپرمختګونواو دهغو خنډونو دڅيړنې لپاره مناسب فرصت وباله چې په افغانستان کې دبشري  حقوقو داساساتو په عامولو او رواجولو کې دځنډ او خنډ سبب کيږي . 
ده دملګروملتو نظارتي  جوړښتونو ته درپوټ وړاندې کول دافغانستان ددولت يوه ډيره مهمه ژمنه وبلله او دبشر دحقوقو دارزښتونو دساتنې او په بروکسل کنفرانس کې دافغانستان ددولت ژمنه مهمه وبلله او ددې کار دعملي کولو په لاره کې يې دافغانستان دحکومت ارزښتناک اقدامات بيان کړل .
دغونډې دکار په دوام دافغانستان لپاره داروپاداتحاديې دهيئت رييس فرانز مايکل ميلبن دبشري حقوقودخبرو اترو دغوندې جوړيدل يې په افغانستان کې دبشر دحقوقو دپراخ بنسټه کيدواو په تيره بيا دماشومانو دملاتړ په لاره کې يو مثبت ګام وباله .
دغه راز په دې غونډه کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  په اطلاعاتو دلاسبرۍ  دکميسيون دجوړيدو ، په اطلاعاتو دلاسبري  دمقررې دتدوين ، دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي  او وژنې دکابو اووه سوه دوسيو دڅيړنې دکميټې دجوړيدو ، دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي  د مخنيوي دکميسيون دجوړيدو ، دخبريالانو دمصوونيت دطرز العمل  دتدوين او ددغه وزارت دنورواقداماتو په باب خبرې وکړې .
په پاى کې ددولت استازو په هغو مهمو کارونوکې چې دروان کال دجون دمياشتې په لومړى نيټه دبشر دحقوقو په باب  خبرو کې پرې موافقه  شوې وه دلاس ته راوړنو اوپرمختګونو په باب معلومات وړاندې کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته