خبرونهټولنه

په بغلان کې د لسګونو ټرانسفرمرونو تخنیکي ستونزې حل شوې

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر
د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د برېښنا د ۴۰ ټرانسفرمونو تخنیکي ستونزې حل شوې.
د بغلان برېښنا رئیس ملا سردارولي حمزه د باختر آژانس سیمه یيز خبریال ته وویل، چې د برېښنا ریاست تخنیکي کارکوونکو د ۴۰ ټرانسفارمرونو تخنیکي ستونزه حل کړه ترڅو په راتلونکي ژمي کې د بغلان اوسېدونکي د برېښنا په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.
حمزه زیاته کړه، چې د دې ولایت د برېښنا د تولیدي فابریکې د درېیم توربین د ترمیم چارو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او د سب سټیشنونو چارې او خوندیتوب اړوند کارونه هم منظم پر مخ روان دي څو ښاریانو ته لا ښه خدمات وړاندې شي.
ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا