کابل باختردثور دمياشتي ٦ :
د افغانستان اسلامی جمهوریت او د ایران اسلامی جمهوریت ترمینځ د بند محکومینو د انتقال موافقتنامه چې مخکې په ۱۳۸۵ کال کښې د دواړو هیوادونو د عدلییې د وزيرانو له خواه امضا شوی وو او د افغانستان له خواه د ملی شورا له تصویب وروسته د جمهور رييس توشیح ته هم رسیدلی وو دروان کا ل د ثور به پنځمه نېټه د ایران د اسلامی جمهوریت د جمهور رييس له خواه امضا شوه. د افغانستان دولت د ایران ددغې اقدام ته د دوه اړخیزو اړیکو د ټنيګولو او د دواړو هیوادونو د اتباعو دستونزو د حلولو په لاره کښې هرکلی وایي.
ددې موافقت نامې پر بنسټ د دواړو خواوو د بند محکومین کولای شي چې خپل غوښتني او یا د خپلو کورنيو د غوښتنو پر اساس پاتې شوی بند دخپل هیوادپه زندانونو کښې تېر کړي. همدارنګه ددې موافقت نامې پر بنسټ یوازې هفه افغان بندیان ددغې موافقت نامې د مفادو څخه استفاده کولای شي چې د ایران د ثلاثه محاکمو قطعی حکم له مخې بندي شوي وي او ددوی د بند پاتې موده د شپږو میاشتو څخه زیات وي.
د دغې موافقت نامې د مفادو پراساس غوښتونکی هیواد باید متقابل هیواد ته تضمین ورکړي چې رالیږدول شوي بندیان د بند پاتې موده د حکم صادرونکي محکمې دپريګړى پراساس خپل هیواد کښې تېروي