امنیت

دوه تنه وسله وال غله له پوليسو سره په نښته کې ونيول شول .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دپوليسو او وسله والو غلو ترمنځ وسله واله نښته  کې دوه تنه غله ونيول شول او له هغوى څخه يوکلاشينکوف او يوموټرسايکل ترلاسه شول .
  دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن منير رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې يوشمير وسله والو غلو دسمنګانو ولايت ددره صوف اودبلخ ولايت د کشنده دولسواليو سړک وتاړه او غوښتل يې چې دسپرليو مالونه اوپسې لوټې کړي چې پوليسو دموضوع په باب خبر ترلاسه کړ او په سيمه کې په عملياتو لاس پورې کړ چې جګړه ونښته .
دده دڅرګندونوله مخې: په دې يوساعته نښته کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى خو دوه تنه غله ونيول شول او له هغوى څخه يوکلاشينکوف او يوموټرسايکل ترلاسه شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته