روغتیا

د ډاډګيرنې پيغام

کابل / د غويي ٢٥ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت د ډاډ ګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره چې د دشت برچي پر ١٠٠ بستريز روغتون په ترسره شوي بريد کې د دغه روغتون يوشمېر روغتيايي کارکوونکي او ناروغان شهيدان او يوشمېر نور يې ټپيان شول.
د عامې روغتيا وزارت د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د هغو روغتيايي کارکوونکو او د هېوادوالو کورنيو او خپلوانو ته چې په دغه روغتون کې شهيدان شوي دي؛ څرګندوي او د الله (ج) له درباره شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله کوي.
د عامې روغتيا وزارت پر روغتيايي کارکوونکو بريد يو غير انساني عمل بولي او له ټولو ښکيلو لورو څخه غوښتنه کوي چې پر روغتيايي مرکزونو بريدونه دې بند کړي او له عامې روغتيا وزارت سره چې يو غير سياسي او ناپييلې  بنسټ دى؛ د روغتيايي کارکوونکو د ساتنې په لاره کې همکاري وکړي. 
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته