کابل باختر دمرغومي شپږمه :
درې تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې دماين ښخولو په وخت کې دخپلو ماينونو دچاودنې له امله ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ ته په غځيدلي سړک کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو غوښتل په دغه سړک کې ماينونه ښخ کړي .
دلغمان په ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې واړه ماين ښخوونکي ووژل شول .
ده وويل وسله والو طالبانو په عليشنګ کې په يوه سړک کې ماينونه ښخول چې دهغو دچاودنو له امله ووژل شول .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ