
– کابل، د مرغومې ۲۷ مه، باختر
د بغلان د استخباراتو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه یې کشف او ضبط کړې ده.
د بغلان د استخباراتو ریاست باختر آژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې د وسلو او مهمات یوه زېرمه چې په غیرقانوني توګه ساتل کېده کشف او ضبط شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې هم یوه اندازه وسلې او مهمات په یاده ولسوالۍ کې کشف شوي وو.
اخلاص، جهانیار