امنیت

په ننګرهارکې د يوې چاودنې له امله درې تنه ټپيان شول

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۸ مه
په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله درې تنه ټپيان شول.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د سپين غر سينما ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې په يو پوځي موټرکې يو ځای پرځای شوي ماين وچاوديد.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي کسان او د پوليسو يو مامور ټپي شو .
ډاکترانو د ننګرهار په مرکزي روغتون کې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللی دى .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته