امنیت

په يوکال کې دکورنيو چارو دوزارت له خوا دتروريستانو پرخلاف ٢٣١٨ عمليات ترسره شوي دي .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دکورنيو چارو وزير ددغه وزارت دپرمختيايي بورد په ګډه غونډه کې په هېواد کې ديوکال په بهير کې  د٢٣١٨ عملياتودترسره کولو خبره وکړه .
   دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې  غونډه کې دکورنيو چارو وزارت معينانو ، ريسانو ، جنرالانو ،  دناتو لوى قوماندان جنرال نيکلسن او دمرستندويو هېوادونو يوشمير استازو ګډون کړى و .
دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهددبغلان ، کندز ، تخار ، هلمند او ديوشمير نورو ولايتونو دامنيتي حالت په باب خبرې وکړې او ويې ويل: اوس دملي پوليسو ځواکونه له دښمن سره په مبارزه کې دي اوشپه او ورځ دجګړې په حال کې دي .
دغه راز دکورنيو چارو وزير په دې غونډه کې  ددغه وزارت له ټولو معينانو او رييسانو څخه وغوښتل چې دتيرو شپږومياشتو رپوټونه وړاندې کړي چې ستونزې حل شي .
وروسته دکورنيو چارو وزارت امنيتي معين ديوکلن پلان رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل :ملي پوليسو دوه زره درې سوه اتلس عمليات ترسره کړي دي او پنځه سوه يو نوي تنه وسله وال مخالفين يې نيولي، يوزرو دوه اتيا ميله ډول ډول وسلې ، پنځه زره  شپږ سوه  څلور پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي  توکي   او يوزرو يوسلو  نهه شپيته کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي او دوه سوه تنه يې دوسله والو طالبانو له جيلونو څخه ازاد کړي دي او دغه راز  دهيواد په مرکز او ولايتونوکې ٨٥٢٣ تنه دجنايي پيښو په  اړوند نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته