امنیت

٧ تنه ډار اچوونکي په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  اوولسمه :
٧ تنه ډار اچوونکي نن دغزني ولايت په خوږياڼيو  ولسوالۍ کې  ووژل شول .
  د ٢٠٣  تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول قند اغا صميم باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دغزني ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دافغان پوځيانو په ګډو عملياتو کې وووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پنځه تنه  نور ډار اچوونکي ټپيان شول او ددښمن له خوا په سړکونو  کې څلور ځاى پرځاى کړى شوي ماينونه  کشف اوشنډ شول او ددښمن يوه اندازه  جنګي وسايل ترلاسه شول .
ده زياته کړه  چې ددغې ولسوالۍ څو ناامنې ساحې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې او عمليات په خپل قوت سره دوام لري .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته