امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ونيول شو .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دلغمان ولايت دقرغيو  ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال  دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شو .
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دخاصو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دلغمان ولايت دقرغيو  ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال په عبدالله غيرت مشهور مولوي اسمعيل  په نظر ګل مشهور دقدرت الله په نامه دده له يوتن ملګري سره يې چې دلغمان ولايت په مربوطاتو کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو، ماين ښخولو او دافرادو او اشخاصو په ترور  بوخت و دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې ونيو ه  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته