امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول

-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
دولس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول .
  د پامير د شلمې فرقې وياند دګرمن غلام حضرت کريمي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې له څو استقامتونو څخه  ددغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د جوی بيګم، کنجک او قرغز په سيموکې په امنيتي پوستو  بريدونه وکړل .
کريمي زياته کړه: په دې جګړه کې شپږ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې دوه تنه افغان سرتيري شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته