
کابل، د وږي ١٦مه، باختر
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په خوست فرنګ ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد نور عزیزي او ورسره مل پلاوی د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د خوست فرنګ ولسوالۍ کې د عتیق الله رامین لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.
په یادو مراسمو کې د سترې محکمې مرستیال شیخ محمد شریف حقاني، د پوهنې ریاست مسوولینو، دیني عالمانو او د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم ګډون درلود.
د خوست فرنګ ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسووولینو په وينا، د یاد لومړني ښوونځي لګښت اووه ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د هېواد د ملي سوداګر عتيق الله رامين له لوري ورکول کېږي.
د بغلان ولايت پوهنې رئیس د ښاغلي رامين له دغه اقدام څخه ستاينه وکړه او د یاد ولايت له نورو سوداګرو او اوسېدونکو يې وغوښتل، چې له پوهنې رياست سره خپلو مادي او معنوي همکاریو ته دوام ورکړي.
په پاى کې ويناوالو د ټولنې په پرمختګ او سمون کې د پوهنې په ارزښت خبرې وکړې او د ښوونځيو جوړول يې له اوسنيو خيريه کارونو څخه ياد کړل.