امنیت

يوه زياته اندازه پاکستاني ډوله چاوديدونکي توکي کشف شول

کابل/ باختر/ دوري د مياشتې ۲۰مه
يوه زياته اندازه پاکستاني ډوله چاوديدونکي توکي د هېواد په ختيځ کې کشف شول.
دغه چاوديدونکي توکي په داسې حال کې چې نوى له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي و، د ننګرهار ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې کشف شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې ټاکل شوې وه دغه چاوديدونکي توکي په هېوادکې دډاراچوونکو ډلوپه واک کې ورکړل شي.
ده وويل چې دغه چاوديدونکي توکي په سيمه کې له منځه يوړل شول .
د را رسيدلو خبرونوله مخې، دغه پاکستاني ډوله چاوديدونکي توکي د ويجاړولو زيات توان يې درلود.
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته