ټولنه

د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو په انستيتوت کې د شموليت آزموينه واخيستل شوه

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٦ :
د افغان کوريا دفني او حرفوي زده کړو انستيتوت  دخياطۍ ، انګليسي  ژبې او کمپيوټر په شپږ مياشتنيو پروګرامونو کې د زده کوونکو د جذب لپاره  دنهمو او دولسمو ټولګيو له شپږسوه تنو فارغانو څخه د شموليت آزموينه واخيستل شوه.
دکار، ټولنيزو چار، شهيدانو او معلولينو وزارت  د خپرونو رياست  باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ددغې آزموينې دپيل په مراسموکې دکار، ټولنيزو چار و، شهيدانو او معلولينو  وزارت د کار د چارو معين ډاکتر احمدشاه صالحي خبرې وکړې او  ويې ويل ؛ دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولنيو وزارت  ژمن دى چې د مسلکي  زده کړو زمينه برابره کړي.
د ده دڅرګندونوله مخې: دهېواد په ټولو ولايتونوکې د فني او حرفوي زده کړو  مرکزونه جوړ شوي دي .
د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت يو له هغومرکزونو څخه دى  چې زياتره په دوو برخو فني او کار موندنې په  برخه کې فعاليت کوي.
د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو د انستيتوت آمر ميرجلال الدين هشام  په خبروکې وويل چې په دې آزموينه کې د نجونو او هلکانو په ګډون شپږ سوه  داوطلبانوبرخه اخيستې وه چې دشموليت دآزموينې له ورکولو وروسته ٢٣٠ تنه يې په دريو برخوکې ( انګليسي، کمپيوټر او خياطۍ)  کې جذبيږي.
يوه اوونۍ مخکې د دغه انستيتوت د انګليسي، کمپيوټر او خياطۍ له برخو څخه دوه سوه تنو ته دفراغت سندونه ورکړا ى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته