امنیت

د اتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٢
په پکتيا ولايت کې اته تنه وسله وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې قوماندانۍ پورې اړوند امنيتي ځواکونو د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې شاه خيلو، مهارت خيلو او ګولين په ساحوکې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز يو وسله وال طالب له يو کلاشينکوف سره د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
ويل کيږي په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو څو موټر سايکلونه هم ويجاړ او له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته