
کابل، د غبرګولي ۱۱ مه، باختر
د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت په ټولو نخاسو کې د کانګو تبې د ناروغۍ د مخنیوي په خاطر د درمل شیندلو کمپاین پیل کړی دی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر مسوول ولي امرخېل د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول د برخې په همکارۍ د درمل شيندلو ترڅنګ، د یاد ولایت مالدارانو ته د پوهاوي ورکولو په موخه د چاپي پاڼو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کمپاین به هره ورځ د یاد ولایت په ټولو نخاسو( مالبازار) کې تر لوی اختر پورې دوام وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري ذبیح الله حسیني باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې نن د کانګو ناروغۍ له امله د یو ډاکتر په ګډون دوه تنه مړه شوي دي.
جهانیار