ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه : 
دازموينو دملي ادارې خبرتيا
دکابل ښار او دکابل ولايت دولسواليو  دپوهنې  ددولسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې پخوايې دخپلو ليسو له لارې په ازموينه کې دګډون  کارتونه ترلاسه کړي دي او دبايومتريک  بهير يې  بشپړ کړې وي  خبرورکول کېږي  چې دکانکور دازموينې  دويم پړاو سبا د روان کال دغبرګولې دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه  دازموينې په ځايونو چې دداوطلبانو دازموينې دشموليت په کارت کې درج دي ، ترسره کېږي .
داوطلبان دې دسهار په اوو بجو هغو ځايونو ته  چې دهغوى دازموينې  دشموليت  په کارتونو کې  درج دي مراجعه وکړي .
دغه راز  له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کېږي چې دازموينې په ورځ دې  دتابعيت دتذکرې اصل ، تور خودکار قلم ، او درشتې دکود  جدول له ځان سره ولري .
دغه راز دکانکور دازموينې له شاملانو څخه  په جدي توګه غوښتنه کېږي  چې دازموينې په ورځ دې  دموبايل  ، مخابرې ، وسلې او دهر راز بريښنايي وسيلې  له راوړلو څخه ډډه وکړي . ددغووسايلو له موندلو په صورت کې له لايحې سره سم سرغړونکي  دازموينې له ساحې څخه ايستل کېږي او امنيتي مسوولينو ته  ورپيژندل کېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته