
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس پېښې په بېساري ډول راکمې شوې دي؛ خو ټينګار کوي چې خلک دې خپل وقایوي تدابیر په پام کې ونیسي او د روغتیا پالانو لارښونې دې عملي کړي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال نیازمحمد اکاخېل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په تېره اوونۍ کې ۶۴ کسانو د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې، چې له منځه یې د ۴ کسانو پایلې مثبتې او د ۶۰ نورو پایلې منفي راوتلې دي.
اکاخېل زیاته کړه، چې په روان میلادي کال کې ۸ زره کسانو په دې ولایت کې د کرونا وایرس ځانګړو شویو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې، چې د ۱۱۰۰ کسانو پایلې یې مثبتې راوتلې دي.
اندړوال\ لمر