کابل باختر د وږي پنځمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دنويونښتو له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړې پرون ناوخته په پلخمري ښار پورې اړونده دډنډ غوري په ساحه کې دپوځيانو دعملياتو په بهيرکې ونښتې .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالجبار پردلي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
جنرال پردلي په دغو نښتو کې ددوو تنو پوځيانو شهادت اوداتو تنو نورو ټپي کيدل هم تاييد کړل .
ده وويل چې پوځيان په دغو عملياتو کې په نوي اقدام کې د ډنډ غوري په ساحه کې په تروريستي ډلو پورې داړوندو کسانوله شتون څخه دديارلسو کليو په پاکولو بريالي شوي دي .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان وايي چې دغه پوځي عمليات به د تروريستي ډلو له شتون څخه په بشپړه توګه دډنډ غوري دساحې ترپاکولو او دخلکو دامنيت تر تامينولو پورې دوام ولري .
0 1 دقیقه لوستل