روغتیا

په زرنج کې سل بستريز روغتون جوړيږي.

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
دنيمروز ولايت د زرنج ښار دسل بستريز روغتون دجوړولو کار پرون مازيګر پيل شو.
دنيمروز ولايت دعامې روغتيا رييس نور احمد شيرزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه ودانۍ په لس جريبه ځمکه کې دعامې روغتيا وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه دوه سوه اووه شپيتو مليونو افغانيو په لګښت په دوو کلونوکې بشپړيږي.
شيرزاد زياته کړه ددغه روغتون ودانۍ په څلورو بلاکونو کې جوړيږي چې دوه بلاکونه يې په دوو پوړونو کې او دوه نور بلاکونه يې په يو پوړ کې جوړيږي چې داخلي ،جراحي اورتوپيدي ،ولادي نسايي،دماشومانو او اعصابو څانګې به ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته