فرهنګ

د هېواد يو شمېر مستعد، ځواکمن او نوميالي ځوانان وستايل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٣
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت نن د هېواد يو شمېر مستعد، پياوړي او نوميالي ځوانان وستايل.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوالو مرکز په تالارکې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات د ټولنې او هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې د ځوانانو د کارنده رول په اړوند معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه: د خوشحالۍ ځاى دى چې نن د هېواد يو شمېر مستعد، پياوړي او نوميالي ځوانان چې په بېلابېلو برخوکې يې زيار ګاللى دى او وړتيا يې ښودلې ده؛ ستايو.
دغه راز د ځوانانو د چارو معين په بېلابېلو برخو په تېره بيا د فوټبال او کرکټ په څانګوکې د هېواد د ځوانانو د اتلواليو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په هغو وياړونو چې د هېواد ځوانانو ګټلي دي؛ د دوى مسووليت پاى ته نه رسيږي، بلکې لاپسې زياتيږي او ځوانان بايد په پرلپسې توګه هڅه او هاند وکړي.
په دې غونډه کې د ((يو.ان.اف.پي.اى)) موسسې استازي ډاکترنورمحمد مراد د دغه بنسټ د پروګرامونو او د ځوانانو د چارو له معينيت سره د هغه د همکاريو په اړوند معلومات ورکړل او د ځوانانو په چاروکې يې د دوى په لا زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ.
وروسته ژورناليست مسلم شيرزاد د ټولنې په وده کې د ځوانو د رول او هڅو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: که چيرې ځوانان تصميم ونيسي هلې ځلې وکړي او انګيزه ولري؛ خپلو موخو ته رسيږي او په دې لاره کې هيڅ راز خنډ د دوى د برياليتوب مخه نشي نيولې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت د مصوونيت او روزنې رييس فدامحمد فايض هم خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې غونډه کې د بېلابېلو برخو يو شمېر مستعد او پياوړي ځوانان وستايل شول او د ځوانانو د چارومعينيت په پام کې لري چې په راتلوونکي کې ستر پروګرامونه عملي کري او د بېلابېلو برخو يو زيات شمېر مستعد او نوميالي ځوانان چې د ټولنې او هېواد لپاره يې خدمت کړى وي؛ وستايي.
د دغې غونډې په پاى کې د ستاينې لوحې د مسوولينو له خوا يو شمېر هغو ژورناليستانو، ورزشکارانو او ځوانانو ته چې په بېلابېلو برخوکې يې وړتيا ښودلې وه؛ ورکړاى شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته