امنیت

د ميدان وردګو والي: دملي اردو ځواکونه بايد دميدان وردګو په ټولوسيموکې ځاى پرځاى شي

کابل باختردزمري څليرويشتمه :
دميدان وردګو والي وويل چې دملي اردو ځواکونه دې بايد ددغه ولايت په ټولو سيمو کې ځاى پرځاى شي چې بشپړ امنيت تامين شي .
دميدان وردګو د والي ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل: دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياني په  هغې  امنيتي غونډې کې چې پرون جوړه شوې وه؛ وويل چې دميدان وردګو له ولايت څخه دناټو په ځواکونو او دترکيې دبيا رغاونې د ولايتي ټيم په وتلو سره د دې اړتيا ده چې دملي اردو ځواکونه دې ددغه ولايت په ټولو سيموکې ځاى پرځاى  شي چې بشپړ امنيت تامين شي .
ده زياته کړه چې اوس امنيت تامين نه دى اوخلک د وسله والو طالبانو له خوا ځورول کيږي. له همدې امله  بايد دملي اردو ځواکونه دميدان وردګو په ټولو سيمو او ولسواليوکې ځاى پرځاى شي چې خلک دطالبانو له ځورونې  څخه وژغورل شي.
دخوږياني دڅرګندونوله مخې: که چيرې افغان ځواکونه سمبال شي او له قوي انګيزې ، هوډ او ارادې سره  چې دخپل  هيواد ددفاع لپاره يې لري؛ په ٢٠١٤ کال کې دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم کولاى شي په هيواد کې ښه امنيت تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته