
کابل، د غوایي ٢٩مه، باختر
د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شبیر احمد برهاني باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د پلخمري ښار په ګوهرګان سیمه کې د یو فیلډر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
برهاني د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده کړه.
لمر