(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳ کسان مړه او یو ټپي دی

کابل، د زمري ۲۵مه، باختر

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله دریو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د دغه ولایت د ترفیکو عمومي مدیر قاري نزیرالله عابدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د پلخمري ښار په خواجه الوان سیمه کې د رونکس موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې، چې په کې درې کسان مړه شوي دي.

عابدي زیاته کړه، چې دغه موټر له مزارشریف څخه د کندز په طرف روان و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا