امنیت

دهېواد دشمال په حوزه کې پراخ عمليات پيليږي .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دهېواد دشمال په حوزه کې پراخ عمليات پيليږي .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال مومند کټوازي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات  دوسله والو طالبانو دځپلو په موخه دهېواد دشمال په ولايتونوکې پيليږي .
ويل کيږي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دپوځيانو له خوا دهېواد دشمال په حوزه کې پراخ  عمليات پيليږي .
کټوازي وايي چې دغه عمليات ددولت دوسله والو مخالفينو او طالبانو دځپلو په موخه دټولو امنيتي ځواکونو په ګډون په بشپړې همغږۍ کې ترسره کيږي .
په همدې حال کې په بغلان ولايت کې دملي اردو ميشتو ځواکونو دنمايشي عملياتود ترسره کولولپاره  له وسله والو طالبانو سره دجګړې لپاره خپل تيارى اعلان کړ .
کټوازي زياته کړه چې موږ دهېواددشمال دولايتونو له واليانو ،امنيه قوماندانانو اودملي امنيت له رييسانو سره په همغږۍ کې په ګډه دشفق  – ٢ دعملياتو په چوکاټ کې  دهېواد دشمال په ولايتونوکې دوسله والو طالبانو دځپلو په موخه پراخ عمليات پيلوو .
په دغو عملياتو کې زغروال ټانکونه هم دتياري په موخه دبغلان ددولتي او نادولتي مقاماتو په وړاندې نندارې ته وړاندې شول .
دملي اردو يوه افسر محمد عمر له نندارې وروسته وويل  دبلوک په کچه پروګرامونه پياوړي شوي وو او دتمريني  عملياتو يوه برخه وه چې دعملياتوپه ترسره کولو کې زياته مرسته کوي اوموږ په پاخه  مورال سره دجګړې ډګر ته وردانګو .
يوبل افسر  سيد حسين وايي موږ قسم خوړلى دى تر هغه وخته پورې چې په بدن کې يوڅاڅکى  وينه  لرو دخپلو خلکو دفاع کوو اوزموږ يوازنۍ هيله داده چې هم زموږ ملاتړ وکړي چې وکولى شو دمبارزې په ډکر کې بريالي شو .
کټوازي  زياته کړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دبغلان ولايت ددهنه غوري ولسوالۍ چې له څلورومياشتو راپديخوا دوسله والو طالبانو په اداره کې ده دهغوى له شتون څخه پاکه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته