امنیت

په کندز کې د اوومې ورځې لپاره دجګړو دوام.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
په کندز کې کورپه کور جګړو نن هم دوام وکړ.
له کندز څخه په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې په کندز ښارکې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ کورپه کور جګړه دوام لري داپه داسې حال کې ده چې يوه ورځې مخکې افغان ځواکونو په کندز ښارکې څو سيمې له طالبانو څخه بيرته نيولي دي او په دې جګړو کې يو شمير وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتى و.
له طالبانو څخه په بيرته نيول شويو سيمو کې خواجه مشهد، دخان آباد درې لارې ،شرشره ، او دلبنياتو دشرکت شاوخوا سيمې شاملې دي .
دکندز ولايت امنيه قوماندان قسيم جنګل باغ ته يو نږدې خبرځاى ويلي دي چې دکندز ښار په شمال ختيځ او جنوب ځينې سيمې له طالبانو څخه بيرته نيول شوي دي خو دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ خورې ورې جګړې په دغو سيمو کې دوام لري.
ددغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې طالبان اوس هم په ځينو کورونو کې سنګرونه نيولي دي او ددغو کورونو له اوسيدونکو څخه دانسانى ډال په توګه استفاده کوي.
چې داپه خپله دعملياتو د ډب سبب شوى دى رسمي خبرځايونو دجګړو له پيل څخه تراوسه پورې د طالبانو دتلفاتو شمير يوسلو شپيته تنه او دامنيتې ځواکونو دسرزيان ډير لږ بللى دى .
دغه راز ويل کيږي چې نوې ځواکونه له کابل څخه کندزته استول شوي دي چې له شک پرته د طالبانو په ځپلو او دکندز ښار دبيرته نيولو لپاره ډير مهم دى .
طالبانو هلې ځلې وکړې دبروکسل دکنفرانس له جوړيدو سره جوخت دکندز .، بغلان ،هلمند او دفراه په ولايتونو او دهيواد په ځينو نورو سيمو خپل يرغليز بريدونو ته زور ورکړي او غوښتل يې چې دغه کنفرانس تر اغيزې لاندې ونيسي خو په دې کار بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته